محل تبلیغات شما

د نن څخه  40  کاله مخکي په پرمختيايي هيوادونوکي دومره اهميت نه درلود لکه څرنګه چي يئ د١٩٤٠ کال کي د کرني اهميت شروع شوه او د کرني سکتورته توجه وشوه په تيره بيا په ١٩٧٠ او١٩٨٠ کالونو کي په اقتصادي پرمختيا کي د کرني اهميت نورهم زيات شوه .

په اقتصادي پرمختيا کي د کرني د سکتوراهميت د لاندنيو حقيقتونوڅخه څرګنديږي .

١  : دغذائي مواد و په عرضه کي زياتوالي :

په وروسته پاتي هيوادونوکي نفوس په چټکي سره مخ په زياتيدو دي او د دغو نفوسو د ژوند د بقا لپاره د غذائي موادو د عرضې زياتوالى لازمي دى .په پرمختيائي هيوادونو کي د زياتيدونکو نفوسو په نسبت د خوراکي موادو په عرضه کي زياتوالي نه رامنځته کيږي او پدي هيوادونو کي د نفوسو د زياتوالي علت دادي چي پدي هيوادونو کي د اضافه طبي سهولتونو په مرسته د مړيني اندازه کميږي .خو له بلي خوا خلک دي ته  تيار نه دي چي نفوس کنترول کړي څرنګه چې د نفوسو د زياتوالي په نتيجه کي خوراکي موادو ته تقاضا زياتيږي ولې پرمختيائي هيوادونه دومره امکانات نلري چه د زيات شوي نفوس په انډول په غذايي موادو کې زياتوالى راولي ځکه چه د مالتوس نظريه ده چه د نفوسو زياتوالى د هندسي تصاعد او د غذايي موادو زياتوالى د حسابي تصاعد شکل لري نو خوراکي موادو ته د تقاضا د پوره کولو لپاره په کرنيزو محصولاتو کې د زياتوالي ضرورت رامنځ ته کيږي ځکه کرنيز سکتور د غذايي موادو او ضرورتونو د پوره کولو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواروي په داسي حال کې چه پرمختايي هيوادونه د غذايي موادو د کموالي سره مخامخ دي نو د غذايي موادو په واردولو سره د اقتصادي پرمختيا سرعت کميږي .

٢  :  کرنيزصادرات :

د پرمختيائي هيوادونوعايدات تر يوي کافي اندازي پوري عايدات د کرنيزو محصولاتو د صادراتو څخه ترلاسه کيږي.د اقتصادي پرمختيا په اوايلو کي زراعتي محصولاتو د صادراتو د زياتوالي سره د خارجي اسعارو لاسته راوړنه بايد ترنظر وړ حد پوري زياته شي ترڅو دغو خارجي اسعارو په مرسته د هيواد څخه بيرون صنعتي اجناس ،ماشين الات او داسي نورترمطلوبه حده پوري ترلاسه کړي .نو د کرنيز سکتورد پرمختګ په مرسته د صادراتو زياتوالي او اقتصادي پرمختګ په سرعت کي تيزوالي رامنځته شې.

٣  :  د کارګري قوي انتقال د کرني سکتورڅخه بل سکتورته :

د ليوس (levis) په خپله نظريه کې د دي خبري وضاحت کړي چي په پرمختيائي هيوادونو کې د کارګري قوي عرضه ډيره وي د دي خبري څخه مطلب دا دي چي پدي هيوادونو کي د منطقوي نفوسو په نسبت ښاري نفوس کم دي .د نفوس زياته برخه په کرنه کي بوخت دي او پدي هيوادونو کي د کرني په برخه کي پټه وزګارتيا ليدل کيږي .د دي نه مطلب دا دي چي د ځمکي په يوه ټوټه کي څومره کسانو ته ضرورت وي چي کار وکړي د هغي څخه زيات افراد پري کار کوي يعني که د دي افرادو څخه ځیني کارګر نورو سکتورونو ته انتقال شي بيا هم په کرنيزو محصولاتو کي څه فرق نه راځي پداسي حالاتو کي د کرنيز سکتورڅخه افراد بل سکتورته انتقال ليدلي شي.

٤   :  د سرمائي په تشکيل کي د کرني د سکتور برخه :

په وروسته پاتي هيوادونو کي د اقتصادي پرمختګ د وروسته پاتي والي اساسي عامل د سرمائي کموالي دي .

دسرمائي په تشکيل کي د اضافي والي په مرسته کولي شو چي د اقتصادي پرمختيا جريان ته سرعت ورکړو.کرنه د سرمائي په تشکيل او پانګه اچونه کي مهم رول لوبوي .د وروسته پاتي هيوادونو د نفوسو اکثره برخه په کليو کي اوسيږي چي په کليو کي اکثره خلک بي تعليمه وي اود اکثره  خلکو ميلان پس انداز ته ډير کم وي هغوي خپله اضافي سرمايه په خپلو کورنو کي ذخيره کوي پدي خلکو کي د پس اندازاو بانکداري عادت پيدا کيږي اود دوي سرمايه نوروتوليدي سکتورنو ته انتقال کيدلي شي .اود کرني د سکتورڅخه ترلاسه کيدونکي اضافي کارګره قوه کيدائي شي چي د نهرونو،ډيمونو،سرواو داسي نورو په جوړولو کي تراستفاده و شي چي پدي سره د اقتصادي پرمختګ په جريان کي تيزوالي رامنځته کيدائي شي .

٥  :   صنعتي کيد نه :

کله چي د کرنيزو محصولاتو اندازه لوړه شي نو د د هقانانوعايدات زياتيږي  چي د عايد دغه زياتوالي صنعتي اجناسوته د تقاضا د زياتوالي سبب ګرځي .د هقانان د زياتوعايداتو په لاسته راوړلوسره په زياته اندازه اجناس او خدمات پيري .کله چي صنعتي اجناسو ته تقاضا زياته شي نو د صنعتي کارخانو د رامنځته کيدوسبب ګرځي نو بناً د کرنيزو عايداتو زياتوالي د هيواد په اقتصادي پرمختګ کي مهم رول لوبوي .

د مارکېټ د وضع تحلـيل

نړيواله بازار موندنه (International Marketing)

د زياتره مهمو سوداګرو او پانګوالو بهرته تیښته

د ,په ,کي ,چي ,دي ,اقتصادي ,کي د ,د کرني ,اقتصادي پرمختيا ,هيوادونو کي ,چي د

مشخصات

تبلیغات

محل تبلیغات شما

آخرین ارسال ها

برترین جستجو ها

آخرین جستجو ها

کار و فناوری ناحیه2 زیـرِ نـورِ چـراغ بـرق