محل تبلیغات شما



د مصرف کوونکو ځانګړتياوې لکه کلتور عقېده شغل او پېشه او همدارنګه د عايد د کچې په آساس فرق کوي او د دغه معيارونو په پام کې نېولو سره بايد د هغوئ د تقاضا سره سم په مارکېټ کې عرضه صورت و نېسي هغه  شيان چې د مصرف کوونکو لخوا د منلو وي د مارکېټ په چېنلونو کې بايد شامل  شي

مثلا د آسيا په مرکزي او جنوبي برخو کې خلک د وريجو سره مينه لري ،د افرېفا خلک د جوارو سره مينه لري ،په اسلامي نړئ کې د خنځير غوښه مارکېټ ته عرضه کول منفي غبرګون لري او د هندوانو په ټولنه کې د غوايي غوښه عرضه کول نا کاره خبره ده.

٢ د مارکېټ کانالونه :کرنيز محصولات معمولآ په هغه ځايونو کې چې کرل کېږي په نسبي توګه هلته د غوښتنې کچه ټيټه وي چې پدې خاطر ډېر کروند ګر هم هغه معين شئ توليدوي طبعآ مقدار د تقاضا هلته کم وي او نرخونه نزولي حالت لري پدې خاطر جنس هغه ځايونو ته چې هلته تقاضا ورته موجوده وي او په مناسب نرخ خرڅ شي عرضه کېږي نو پکار ده چې اجناس په مناسب چېنلونو کې تر مستهلک پورې ورسېږي او هر چېنل ځانګړي خصوصيات ګټې او نقصانونه لري چه په لنډ ډول تشرېح کېږي.

٢.١اول کانال:توليدوونکي                    مصرف کوونکي

پدې چېنل کې توليدونکي خپل جنس د فارم څخه پر مصرف کوونکو باندي خرځوي او يا دا چې خپله توليدوونکي جنس سرک غاړې ته راوباسي او په مصرف کوونکو باندي يې خرڅوي  او داسې هم کېږي چې توليدوونکي خپل جنس مستقيما په مارکېټ کې په پرچون فروشانو باندې خرڅ کړي په دغه چېنل کې هغه کسان چې د توليد حجم يې کم وي معامله کوي .

د دغه چېنل ګټې او ضررونه:

الف:ګټې:

١:پدې چېنل کې کمېشن کاران فعاليت نشي کولئ او ګټه مستقيما مصرف کووني او تولېدوونکي ته رسېږي او مصرف کوونکي ته ارزانه تمامېږي .

٢: مصرف کوونکي تازه مېوه او تازه سابه ترلاسه کوي .

ب:ضررونه

١:دغه امکانات يواځې د حاصل د راټولونې په وخت کې ترلاسه کېږي

٢: د ښار مصرف کوونکي د دغه آسانتيا څخه استفاده نشي کولې .

٢.٢دوهم کانال :توليدوونکي             پرچون فروش                  مصرف کوونکي

په دغه کانال کې توليدوونکي جنس په پرچون فروش باندې خرڅوي او مصرف کوونکي د دغه امکاناتو څخه نه مستفېد کېږي او مصرف کوونکي کولئ شي چه د خپل ضرورت وړ اجناس د پرچون فروش څخه تر لاسه کړي .

پدې کانال کې توليدوونکي د ځائ د مفيديت په استفادې سره خپل جنس هغه چېنل ته اچوي چه د جنس لپاره تقاضا موجوده وي.

او جنس په مناسب نرخ خرڅېږي هغه مصرف کوونکي چه په ښارونو کې اوسېږي اړتيا نه لري چه د يو کلو ګرام مېوې او يا سابو په خاطر څو کلو متره ساحې ته لاړ شي او خپل ضرورت رفع کړي.

 ٢.٣دريم کانال:مولد                         عمده فروش                            پرچون فروش             

   مصرف کوونکي

پدغه کانال کې عمده فروشان د خپل نماينده ګانو په واسطه سيمه ييزو مارکېټونو کې کار کوي مېوې او سبزي ترلاسه کوي او هغه پروسس ،بسته بندي ،سورت او درجه بندي کوي او مارکېټ ته يې انتقالوي او پرچون فروشانو باندې يې خرڅوي او پرچون فروشان جنس مصرف کوونکي باندې خوڅوي پدې کانال کې د جنس قېمت د اول او دوهم کانال په پرتله ګران وي پدې خاطر چې په جنس باندې يوه اندازه خدمات لکه طبقه بندي ،سورت او انتقال مصارف  چې دغه بازارپلټنه د جنس بيه لوړوي او مصرف کووکي ته په جګه بيه تمامېږي .

٢.٤څلورم کانال :مولد     عمده فروش نماينده   عمده فروش  پرچون فرو     مصرف کوونکي

پدغه چېنل کې سوداګر د خپل استازي په واسطه جنس راټولوي او د عمده فروشي مارکېټ ته يې انتقالوي او د هغه ځائ څخه عمده فروشان پرچون فروشانو باندي او پرچون فروشان يې په مصرف کوونکو باندې پلوري .


سوداګري د دوو يا زياتو هيوادونو ترمنځ  د نړيوال تجارت په نامه ياديږي .اجناس او شيان چي بل هيواد ته ليږل کيږي هغي ته صادرات ويل کيږي اوهغه اجناس او شيان چي د بل ملک څخه راوړل کيږي هغي ته واردات ويل کيږي .

هدف د نړيوال تجارت څخه دادي چي دواړه هيوادونه په سوداګريزو معاملاتو کښي ګټه وکړي د مثال په ډول افغانستان وچي ميوي  او قرقل پوستکي او قاليني اروپايي هيوادونو ته صادروي  اود ماليزيا اوهند څخه چاي او غوړي واردوي .ولي هيوادونه په سوداګريزو چا روکښي ګټه کوي پدي خاطرهيوادونه په سوداګريزو چارو کښي ګټه کوي چي هر صادرونکي هيواد د جنس په اړوند چي ليږدوي يي د هغه په توليد کښي پوهه لري. په افغانستان کښي د قاليني توليد د اروپا په نسبت اقتصادي دي پدي خاطرچي د وړيو توليد ارزانه او د قاليني او بدلون متخصيصين دلته موجود دي.هند د افغانستان په پرتله په اقتصادي توګه چاي توليدوي پدي خاطرچي دهند اقليم او د هند خلک دچايو په توليد کښي پوهه لري .

 نړيواله سوداګري په دوه ډوله ده :

الف:بارتر:هغه سوداګري چي د صادرونکي هيواد د خپل جنس په مقابل کښي جنس لاسته راوړي .

ب:ازاد تجارت :هغه سوداګري چي صادرونکي هيواد د خپل جنس په مقابل کښي نقدي پيسي ترلاسه کړي.

هرهيواد بايد سوداګريز خرڅلاو ولري:پدي معني چي د هغي هيواد مقدار د صادراتو او مقدار د وارداتو سره برابراو يا برابروالي ته نږدي وي.اکثره سوداګريز خرڅلاو د هيوادونو ترمنځ مساوي نه وي د ځينوهيوادونو د وارداتو اندازه زياته او د صادراتو اندازه يي کمه وي او ځني داسي هيوادونه شته چي يواځي صادرات لري او د وارداتو مقدار يي ډير کم وي .د مثال په توګه افغانستان په پخوا وخت کښي زيات اندازه د قره قل پوستکي انګلستان ته صادرول مګر د انګلستان څخه يي هيڅ هم نه واردول او يا يي ډير کم اشيا واردلو يا په بل عبارت افغانستان د پاکستان څخه تخميني ١،٢ مليارده ډالرو په اندازه اجناس واردوي مګر د صادراتو مقدار يي چې پاکستان ته ليږدول کيږي ډير کم دي.

هغه مهم اشيا چې افغانستان څخه صادريږي په لاندي ډول دي.

وچي ميوي، وړي، قاليني، قره قل پوستکي، کرنيز محصولات


د افغانستان د خصوصی سکتور د فلج کيدو يو عمده علت دا هم دی چی د افغانستان زياتره سوداګران اوستر پانګوال په خارج کی فعاليت کوی او خپلی پانګی اوسرمايی يی هلته په کاراچولی دی ، دپيښور (ايشيا ستډی سنټر) د يوه راپور له مخی د افغان مهاجرينو د لاسی صنايعو(قالين ،ګيلم) له توليداتو څخه په کال کی شپږ ميليونه ډالره د پاکستان حکومت ته خالصه ګټه پاته کيږی ددی معنی داده چی پدی کاروبار کی د بندی شوی پانګی مجموعی ارزښت څه دپاسه(۱۸۰) ميليونه ډالرو ته رسيږیهمدارنګه د کراچی انتيک مارکيت ، د پيښور د نمک مندوی او د پنجاب په سونا مارکيت کی د افغانی نفيسوکاڼو او انتيک شيانو په کاروبار کی تقريبا(۴۰) ميليونه ډالرو په ارزښت پانګه بنده ده .١ همدارنګه په دوبی کی افغان پانګوال غټی فابريکی لری ،چی په نړيوال مارکيت کی شهرت لری لکه د عبدالرحمن (الکوزی) دچای کارخانه چی (۴۱) هيوادونو ته د الکوزی په نوم چای صادروی اواوس مهال د ليټون چای سره مقابله کوی .په مېاشت کښی (۱۵۰)کانتينره چای منځنی اسيا او روسيی ته صادروی همدا راز د حاجی عارف ( ظريف)دکولمود پريسولو فابريکه چی په نړيوال معياراروپايی

هيوادونوته کولمی صادروی همدارنګه دحاجی ظاهر(دستوخيل)دمبلايلواوګريسوفابريکی همدارنګه د حاجی علی خان(دستوخيل)د مومن د غوړيو فابريکه چی

د يوميلون ټنوپه شاوخوا کښی توليدی ظرفيت لری همدارنګه په ترکی، سعودی عرب،ايران،ترکمنستان،هندوستان،اروپااوامريکا کښی دافغانانوستر ستر کاروبارونه شته

په دی معنی چی همدا اوس د نړی په ګوټ ګوټ کښی داسی شتمن افغانان شته

چی که وغواړی هيواد ته په راستندو سره کولای شی ډيری ستری ستری پروژی پرخپلو پانګو وچلوی امادوی په امنيتی وضع ډاډمن ندی بل خوا شايد دامنيتی ستونز

وترڅنګ داموضوع سخته دغور وړوی چی په افغانستان کښی دموجوده اداری   سيستم مديره هييت دومره نفس پرست،رشوت خوراومعامله ګر دی چی د دوی لپاره  ملی ستونزی هسی يوه شعاری معامله ده .


که چيري د کرنيزو محصولاتو د توليد په پروسه کي بيلابيل خلک ونډه ولري او يو اقتصادي فعاليت په مشترک توګه په مخ يوسي لکه ځمکه لرونکي اجاره دار بزګر او زراعتي کارګر په مجموعي توليد يا عايد که د هريوه د برخي او سهم ټاکنه عمده ستونزه ده  همدارنګه د توليد په پروسه کي د توليد له څلوروعمده عواملو څخه استفاده کيږې لکه ځمکه ،کار، پانګه ،اداره او منجمينت چي هر يوئي خپله معاوضه غواړي يعني ځمکه کرايه غواړي ، کارمزد، سرمايه ربحه،او منيجر ګټه غواړي چي ددي د هريوه برخي او سهم ټاکل عمده ستونزه ده

ب:د کرني د سکتور بهرني اقتصادي ستونزي :

د کرني د سکتوردي پرمختګ په اړوند يو لړخارجي اقتصادي ستونزي وجود لري د مثال په توګه د کرني د سکتور پرمختګ د نورو اقتصادي سکتورونو د پرمختګ او وروسته پاتي والي سره مستقيم ارتباط لري.

1: دصنعت دسکتور وروسته پاتي والي دکرني د سکتور پرمختګ ته لاندي ستونزي رامنځته کوي

الف : د کرني د سکتور د بيکاره اشخاصو لپاره د کار نه موجوديت

ب : د کرنيزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره  د مارکيټ محدوديت

ج : د کرنيزو محصولاتو د اخستلو لپاره دعايد محدوديت

د : د زراعت د بعدي انکشاف لپاره د سرمايه محدوديت

و :د کرني د انکشاف لپاره د اړتيا وړ توليدي صنعتي وسايلو محدوديت

2: د کرني د سکتورډيره عمده بهرني ستونزه د دولت په کرنيزسياست پوري ارتباط لري معني دا چه د کرني په سکتورکي دولتي مداخله او تدابير څنکه دي. او د دولت دغه تدابير د کروند کرو په اقتصادي او ټولنيزي وضعی باندي څه مثبت يا منفي تاثيرات را واريد ولي شي مثلاً د کرني د ماشيني کولو يا ميکانيزه کولو په صورت کي د کروند ګروعکس العمل څرنکه دي ايا د کرني په ميکانيزه کولو سره د کرني د سکتورد بيکاره او وزګاره خلکو ته په صنعت او نوروسکتورنو کي د کارکولوامکانات موجودي او که نه همدارنګه په کرنيزو ځمکو باندي د دولت د مالي د سيستم سره خلک موافقه لري او که نه معني دا چي د کرنيز و حاصلاتو په مقابل کي د دولت ماليه اخستنه د خلکولپاره د قبول وړ ده او که نه همدارنګه کروند ګرځني وخت د کمو حاصلاتو له کبله يا د ژوند د ټيټي سطحي له کبله نشي کولي چي د راتلونکي کال لپاره خپل کرنيزمصارف پوره کړي چي پدي برخه کي کروند ګر قرضونوته ضرورت لري او پدي برخه کي دولت فعال رول لوبولي شي ايا دولت دوي ته قرضي برابرولي شي او که نه همدارنګه نور ډير داسي فعاليتونه شته چي کروند ګري په يواځي ډول د سرته رسولو توانائي نه لري ترڅوچي دولت د دوي سره پدي برخه کي همکار نه وي مثلاً د کرنيزو ځمکواصلاح .د بندونو جوړول ،کيمياوي سري ،اصلاح شوي تخمونه او داسي نور .

همدارنګه د زراعت د پرمختګ لپاره ډيرداسي فعاليتونه شته چي دعادي کروندګر په وس او توان کي ندي مګرد ځينو پروګرامونو د اجرا لپاره د دولت مداخله ضروري ده لکه .

١  : د اوبولګولو لوي کانالونه او ويالي جوړول .

٢  :  د مالګينو ځمکواصلاح کول .

٣  :  د سيلابونود تخريب څخه د مخنيوي لپاره لازم تدابيرنيول .

٤  : د اصلاح شو و تخمونو چمتوکول او ترويج کول .

٥   :  د کرني د ماشيني کولولپاره شرايط برابرول .

٦  : د ناروغيو او افاتو په مقابل کي منظمه مبارزه کول .

٧  :  د و او قرضونولپاره د منظموشرايطو برابرول .

٨  :  د کليو د پراختيا لپاره د ضروري وسايلو او امکاناتو برابرول لکه د سرو،ريلوي لين ،پوسته خاني ،ښونځي ،روغتونونه اونورو وسايلو برابرول .

٩  :  د کرنيزومحصولاتود توليد په ارتبات مستقيمه مداخله کول او لوي زمين داران د کرني په سکتور کي د پانګي اچوني لپاره تشويق کول .

١٠  :  په مارکيټ  کي د کرنيزو محصولاتو د نرخونوکنترول او ټينګښت .

١١ :  د کرني د انکشاف لپاره د اوږدي مودي پلانونه جوړول او داسي نور .


د نن څخه  40  کاله مخکي په پرمختيايي هيوادونوکي دومره اهميت نه درلود لکه څرنګه چي يئ د١٩٤٠ کال کي د کرني اهميت شروع شوه او د کرني سکتورته توجه وشوه په تيره بيا په ١٩٧٠ او١٩٨٠ کالونو کي په اقتصادي پرمختيا کي د کرني اهميت نورهم زيات شوه .

په اقتصادي پرمختيا کي د کرني د سکتوراهميت د لاندنيو حقيقتونوڅخه څرګنديږي .

١  : دغذائي مواد و په عرضه کي زياتوالي :

په وروسته پاتي هيوادونوکي نفوس په چټکي سره مخ په زياتيدو دي او د دغو نفوسو د ژوند د بقا لپاره د غذائي موادو د عرضې زياتوالى لازمي دى .په پرمختيائي هيوادونو کي د زياتيدونکو نفوسو په نسبت د خوراکي موادو په عرضه کي زياتوالي نه رامنځته کيږي او پدي هيوادونو کي د نفوسو د زياتوالي علت دادي چي پدي هيوادونو کي د اضافه طبي سهولتونو په مرسته د مړيني اندازه کميږي .خو له بلي خوا خلک دي ته  تيار نه دي چي نفوس کنترول کړي څرنګه چې د نفوسو د زياتوالي په نتيجه کي خوراکي موادو ته تقاضا زياتيږي ولې پرمختيائي هيوادونه دومره امکانات نلري چه د زيات شوي نفوس په انډول په غذايي موادو کې زياتوالى راولي ځکه چه د مالتوس نظريه ده چه د نفوسو زياتوالى د هندسي تصاعد او د غذايي موادو زياتوالى د حسابي تصاعد شکل لري نو خوراکي موادو ته د تقاضا د پوره کولو لپاره په کرنيزو محصولاتو کې د زياتوالي ضرورت رامنځ ته کيږي ځکه کرنيز سکتور د غذايي موادو او ضرورتونو د پوره کولو سره اقتصادي پرمختګ ته لاره هواروي په داسي حال کې چه پرمختايي هيوادونه د غذايي موادو د کموالي سره مخامخ دي نو د غذايي موادو په واردولو سره د اقتصادي پرمختيا سرعت کميږي .

٢  :  کرنيزصادرات :

د پرمختيائي هيوادونوعايدات تر يوي کافي اندازي پوري عايدات د کرنيزو محصولاتو د صادراتو څخه ترلاسه کيږي.د اقتصادي پرمختيا په اوايلو کي زراعتي محصولاتو د صادراتو د زياتوالي سره د خارجي اسعارو لاسته راوړنه بايد ترنظر وړ حد پوري زياته شي ترڅو دغو خارجي اسعارو په مرسته د هيواد څخه بيرون صنعتي اجناس ،ماشين الات او داسي نورترمطلوبه حده پوري ترلاسه کړي .نو د کرنيز سکتورد پرمختګ په مرسته د صادراتو زياتوالي او اقتصادي پرمختګ په سرعت کي تيزوالي رامنځته شې.

٣  :  د کارګري قوي انتقال د کرني سکتورڅخه بل سکتورته :

د ليوس (levis) په خپله نظريه کې د دي خبري وضاحت کړي چي په پرمختيائي هيوادونو کې د کارګري قوي عرضه ډيره وي د دي خبري څخه مطلب دا دي چي پدي هيوادونو کي د منطقوي نفوسو په نسبت ښاري نفوس کم دي .د نفوس زياته برخه په کرنه کي بوخت دي او پدي هيوادونو کي د کرني په برخه کي پټه وزګارتيا ليدل کيږي .د دي نه مطلب دا دي چي د ځمکي په يوه ټوټه کي څومره کسانو ته ضرورت وي چي کار وکړي د هغي څخه زيات افراد پري کار کوي يعني که د دي افرادو څخه ځیني کارګر نورو سکتورونو ته انتقال شي بيا هم په کرنيزو محصولاتو کي څه فرق نه راځي پداسي حالاتو کي د کرنيز سکتورڅخه افراد بل سکتورته انتقال ليدلي شي.

٤   :  د سرمائي په تشکيل کي د کرني د سکتور برخه :

په وروسته پاتي هيوادونو کي د اقتصادي پرمختګ د وروسته پاتي والي اساسي عامل د سرمائي کموالي دي .

دسرمائي په تشکيل کي د اضافي والي په مرسته کولي شو چي د اقتصادي پرمختيا جريان ته سرعت ورکړو.کرنه د سرمائي په تشکيل او پانګه اچونه کي مهم رول لوبوي .د وروسته پاتي هيوادونو د نفوسو اکثره برخه په کليو کي اوسيږي چي په کليو کي اکثره خلک بي تعليمه وي اود اکثره  خلکو ميلان پس انداز ته ډير کم وي هغوي خپله اضافي سرمايه په خپلو کورنو کي ذخيره کوي پدي خلکو کي د پس اندازاو بانکداري عادت پيدا کيږي اود دوي سرمايه نوروتوليدي سکتورنو ته انتقال کيدلي شي .اود کرني د سکتورڅخه ترلاسه کيدونکي اضافي کارګره قوه کيدائي شي چي د نهرونو،ډيمونو،سرواو داسي نورو په جوړولو کي تراستفاده و شي چي پدي سره د اقتصادي پرمختګ په جريان کي تيزوالي رامنځته کيدائي شي .

٥  :   صنعتي کيد نه :

کله چي د کرنيزو محصولاتو اندازه لوړه شي نو د د هقانانوعايدات زياتيږي  چي د عايد دغه زياتوالي صنعتي اجناسوته د تقاضا د زياتوالي سبب ګرځي .د هقانان د زياتوعايداتو په لاسته راوړلوسره په زياته اندازه اجناس او خدمات پيري .کله چي صنعتي اجناسو ته تقاضا زياته شي نو د صنعتي کارخانو د رامنځته کيدوسبب ګرځي نو بناً د کرنيزو عايداتو زياتوالي د هيواد په اقتصادي پرمختګ کي مهم رول لوبوي .


تبلیغات

محل تبلیغات شما

آخرین ارسال ها

آخرین جستجو ها

رک DVR راه الکترونیک